ناټو: د روسیې یرغلیز اقدامات لا هم د یورو اتلانتیک ته ګواښ دی  

د ناټو د بهرنیو چارو وزیران

د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو ژمنه وکړه چې د لویدیځ هېوادونه به د زیاتېدونکو ګواښونو او سیستماتیکې سیالۍ پر وړاندې په خپلو کې همکاري کوي.

د ناټو د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو پرون سې شنبې (د وري ۳مه) په بروکسل کې په خپله غونډه کې همدا راز ټینګار وکړ چې د روسیې یرغلیز اقدامات لا هم د یورو اتلانتیک د امنیت لپاره یو لوی ګواښ دی.

له دې مخکې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن بروکسل ته له رسېدو سره سم وویل چې د چین پوځي ظهور او د لویدیځ د بې ثباته کولو لپاره د روسیې هڅې هغه ګواښونه دي چې ناټو یې یوځای کېدو ته مجبوره کړې ده.

د ناتو د بهرنیو چارو د وزیرانو د غونډې په پای کې په یوه اعلامیه کې چې پرون ناوخته خپره شوه، یو ځل بیا د اروپا او شمالي امریکا د اړیکو پر دوام ټینګار وکړ.

ډونالډ ټرمپ د خپلې ولسمشرۍ په څلور کلنه دوره کې د ناټو پر غړو پرله پسې انتقاد کاوه چې د ټلوالې په لګښتونو کې د خپلې ونډې په ورکولو کې پاتې راغلي دي.

هغه ادعا کوله چې دا هېوادونه د امریکا یا د ټلوالې پوروړي دي.

په غونډه کې همدا راز د ډله ییزې دفاع پر اصل چې د ناټو د تړون په پنځه ماده کې یې یادونه شوې هم ټینګار شو. په دې ماده کې راغلي چې د ناټو پر یوه غړي برید ته د ټلوالې پر ټولو غړو د برید په سترګه کتل کېږي.

د ناټو د بهرنیو چارو د وزیرانو غونډه نن د دوهمې ورځې لپاره هم دوام کوي او تمه ده چې په نننۍ غونډه کې د افغانستان او روسیې په اړه خبرې وشي.