سټولټنبرګ: د سولې خبرې افغانستان کې د روانې جګړې د پای یوازنۍ حل‌لاره ده

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ وایي، د سولې خبرې په افغانستان کې د روانې جګړې د پای ته رسولو یوازنۍ حل‌لاره ده.

سټولټنبرګ دغه څرګندونې نن په بروکسل کې د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو د غونډې تر پیلېدو مخکې وکړې.

ښاغلی سټولټنبرګ زیاتوي: "اوس ننګونه دا ده چې موږ د سولې خبرې لرو. موږ یې په کلکه ملاتړ کوو. دغه خبرې کمزورې دي، خو هغه په افغانستان کې د یوه تل‌پاتي سیاسي جوړجاړي یوازنۍ لاره ده."

د ناټو عمومي منشي د افغان سولې په برخه کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن د نویو هڅو هم تود هرکلی وکړ.

ښاغلي بلېنکن چې د بهرنیو چارو د وزیر په توګه تر ټاکل کېدو وروسته‌یې د لومړي ځل لپاره په بروکسل کې د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې ګډون کړی، هم یو وار بیا په دې ټینګار وکړ چې د افغانستان جګړه به په مسؤلانه ډول پای ته رسوي. هغه وویل هره پرېکړه چې متحده ایالات‌يې کوي له خپلو د ناټو له متحدانو سره به‌یې په سلا او مشوره کوي.

د متحده ایالاتو له‌خوا د سولې د هڅو د ګړندي کېدو په ترڅ کې په پام کې ده چې د اپرېل په میاشت کې په ترکیه کې د افغانانو ترمنځ د سولې یوه غونډه جوړه شي.

د افغانستان مسئله د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو د دغې دوه ورځنۍ غونډې د اجنډا یوه مهمه مسئله ده.