امریکا له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو د ایستلو په اړه له ناټو سره مشوره کوي

Your browser doesn’t support HTML5

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د ناټو له غړو هیوادونو سره د سلامشورې لپاره بروکسل ته تللی دی. نوموړي نن د ناټو له سرمنشي ینس ستولتنبرګ سره په یوه ګډه خبري غونډه کې وویل چې امریکایې سرتیري به په یوه مناسب وخت کې د ناټو د نورو هیوادونو له ځواکونو سره یوځای له افغانستانه ووځي . د بلینکن او ستولتنبرګ د خبرو یوه برخه دلته وګورئ.