د عليپور د نیولو په پار د افغان ځواکونو عملیات او د کابل چاپ ورځپاڼو تبصرې

کابل چاپ ورځپاڼې

  • هشت صبح

هشت صبح ورځپاڼې په خپله سرليکنه کې په میدان وردګو ولايت کې د غير مسؤولو وسله والو قوماندان عبدالغني علیپور د نيولو لپاره د افغان ځواکونو پراخو پوځي عملیاتو ته اشاره کړې ده.

وړاندې راغلي، افغان پوځ دا عملیات وروسته تر هغه چې تېره اوونۍ د علیپور وسله والو د وردګو ولایت په بهسودو ولسوالۍ کې د ملي اردو یوه هلیکوپټره راوغورځوله او د څلورو پیلوټانو په ګډون یې د وسله وال پوځ نهه تنه منسوبین ووژل ترسره کوي.

ورځپاڼې لیکلي، د افغان پوځ سلګونه هاموې ټانکونه او یو زر سل ځانګړي ځواکونه د بامیانو له لارې بهسودو ته تللي او د عليپور او د هغه د کسانو د نیولو لپاره چې د ملي پوځ یوه هلیکوپټره یې نسکوره کړې ده، هڅې روانې کړي دي.

د لېکوال په وینا تراوسه د افغان ځواکونو او عليپور جنګیالیو ترمنځ د کومې نښتې راپور نه دی خپور شوی او سرچینې وایي چې عليپور له سیمې وتلی نو ځکه ولسوالۍ ته د امنیتي ځواکونو د تلو مخنیوی نه دی شوی.

خو لیکوال ټینګار کوي چې حکومت باید دا ستونزه د خبرو له لارې هواره کړي.

  • اطلاعات روز

اطلاعات روز ورځپاڼه هم په همدې موضوع تم شوې لیکلي، په وردګو ولایت کې سیمه ییز قوماندان عبدالغني علیپور په یوه فېسبوک پاڼه کې منلې چې هلیکوپټره د دوی د ملګرو له لوري ویشتل شوې ده.

وړاندې راغلي، د عليپور د نیولو لپاره عملیات ترهغې وروسته پیل شول چې تر څېړنو وروسته معلومه شوه چې هلیکوپټره د علیپور قوماندان د کسانو له لوري غورځول شوې ده.

ورځپاڼې لیکلي:

دا لومړی ځل نه دی چې داسې پېښه کېږي بلکې په وینا یې چې همدا نږدې دوه میاشتې وړاندې هم په بهسودو ولسوالۍ کې د عبدالغني علیپور او افغان ځواکونو ترمنځ اخ و ډب رامنځته شوی و چې له امله یې نهه کسان په کې ووژل شول او اته نور ټپیان شوي وو.

عبدالغني علیپور، شااوخوا دوه کاله وړاندې د ملي امنیت له لوري د غیرقانوني کړنو په تور ونیول شو، خو د هغه د پلویانو له لوري په کابل ښار کې لاریونونه ترسره شول چې وروسته د ولسمشر د دوهم مرستیال سرور دانش په ضمانت او دولت سره د یوې هوکړې پر بنسټ بېرته خوشې شو.

لیکوال له حکومته غواړي چې د علیپور په ګډون باید ټولې نامسووله وسله والې ډلې بې وسلې او د قانون منګلو ته وسپارل شي.

  • هېواد

هېواد دولتي ورځپاڼې لیکلي چې افغان ولس يوه بله ډېره خونړۍ او ستونزمنه پېړۍ تر شا پرېښووده. ميليونونه افغانانو خپل خوږ ژوند له لاسه ورکړ او تراوسه هم پر هېواد پردۍ تپل شوې جګړه روانه او د دغه مظلوم ملت ژوند اخلي او د پرمختګ مخنيوی يې کوي.

وړاندې راغلي، له همدې امله افغان ولس سوله غواړي، داسې باعزته سوله چې سيمه او نړۍ هم ترې برخمنه شي او په کې خپل ثبات او پرمختګ ولټوي.

د ليکوال په وینا، افغان حکومت د داسې سولې لپاره هڅې تر بل هر وخته ډېرې پراخه کړې او په همدې موخه له سيمې او نړۍ سره په تماس کې دي چې د افغانستان د اوسني وضعيت دايمي حل لارې لپاره عادلانه او پايداره سوله راولي.