واشنګټن ایګزاماینر: بایډن به له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو امر وکړي؟

ارشیف، افغانستان کې امریکايي سرتیري

یو شمېر نړیوالو ورځپاڼو په افغانستان کې د سولې او جګړې په اړه لیکنې خپرې کړي دي.

  • واشنګټن ایګزاماینر

واشنګټن ایګزاماینر په دې اړه د خپل مطلب په یوه برخه کې د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو دوه ورځنۍ غونډې ته پام اړولی دی.

لیکوال په دې باور دی چې ګډونوال به یې په یوه مهم مورد کې له متحدو ایالاتونو پریکنده ځواب ترلاسه نه کړي او هغه دا چې ایا د امریکا ولسمشر جو بایډن به له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو امر وکړي او که د ځواکونو د وتلو ضرب الاجل به تمدید کړي؟

د امریکا د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ اداره د تېرکال په فبرورۍ میاشت کې په دوحه کې له طالبانو سره یوې موافقې ته رسېدلې وه چې له مخې یې ټول امریکایي سرتیري باید د مې میاشتې تر لومړۍ نېټې له افغانستانه ووځي، خو شرط یې دا دی چې طالبان به د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې برخه کې په کړو ژمنو دریږي.

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ د دوشنبې په ورځ په یوه انلاین خبري کنفرانس کې ازادي راډیو ته وویل چې طالبان باید دا ثابته کړي چې افغانستان کې یې د القاعده او نورو نړیوالو ترهګرو ډلو له ملاتړه لاس اخېستی دی.

ناټو تر اوسه له افغانستانه د خپلو ځواکونو د ایستلو په اړه وروستۍ پریکړه نه ده اعلان کړې.

طالبانو پرله پسې د بایډن له ادارې غوښتي چې د دوحې تړون بشپړ عملي کړي. خو بایډن له 'اې.بي.سي' نیوز ټلوېزیون سره په تازه څرګندونو ویلي چې د مې تر لومړۍ نېټې به له افغانستانه د ټولو ځواکونو ایستل ممکن وي، خو هغه به ستونزمن وي.

  • فارن پالیسي

فارن پالیسي په یوه مطلب کې لیکلي چې افغانستان کې پاتېدل یا نه پاتېدل یو سیاسي غوراوی نه دی.

لیکوال د مطلب په یوه برخه کې وړاندیز کړی چې د بایډن اداره باید هغه خطرونه ښه وسنجوي چې د امریکایي ځواکونو او د دې هېواد د وګړو پر وړاندې پراته دي.

د لیکوال په باور باید وارزول شي چې بالاخره په دغه شل کلنه جګړه کې د پرمختګ لار شته یا دا چې د ځواکونو په وتلو سره بریالیتوب ترلاسه کیدای شي.

لیکوال بله پوښتنه داسې مطرح کوي چې ایا په افغانستان کې چې د ده په باور پراخ حضور مطلوبه نتیجه نه ده لرلې، د لږ شمېر سرتیرو په ساتلو، په سیمه کې د امریکا هدفونه ترلاسه کیدای شي؟

اوس د ټولو سترګې د جوبایډن پریکړې ته ځیر دي. نوموړی د امریکا څلورم ولسمشر دی چې د افغانستان د جګړې له ستونزې سره مخامخ دی.

دا به ولیدل شي چې څه باندې یوه میاشت وروسته، د مې میاشتې تر لومړۍ نېټې به په افغانستان کې دېره د دوه نیم زره امریکایي سرتیرو په اړه څه ډول پریکړه کیږي؟ ایا په دې هېواد کې روانه جګړه به چې د امریکا په تاریخ کې تر ټولو اوږده جګړه ده، پای ته ورسېږي او که به دوام ومومي؟