امریکايي ډیپلومات: د امریکا-طالبانو پر هوکړې لا هم ارزونه روانه ده

په دوحه کې د امریکا-طالبانو هوکړه

د امریکا یو لوړپوړی ډيپلومات وایي، د طالبانو او واشنګټن د دوحې د هوکړې په اړه لا هم د دوی ارزونه روانه ده او تر اوسه دې برخه کې کومه پریکړه نه ده شوې.

د ناټو لپاره د امریکا شارژدافیر ډاوګلس جونز ( Douglas Jones) پرون په بروکسل کې خبریالانو ته وویل، د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې به دوی له خپلو متحدانو سره دې بحث ته دوام ورکړي.

نوموړي وویل: "د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې به وزیران پر افغانستان او دغلته په راتلونکو لارو چارو خبرې او مشورې وکړي، د امریکا متحده ایالاتو تر اوسه د هغو روانو ارزونو په اړه کومه پریکړه نه ده کړې چې د امریکا او طالبانو د دوحې هوکړه کې یې د طالبانو د ژمنو په اړه ترسره کوي."

ده ویلي، په دغې ارزونه کې هغو مشورو مهم رول لوبولی دی چې امریکا له خپلو متحدانو سره کړي دي.

د ناټو د بهرنیو چارو وزیران نن خپله دوه ورځنۍ غونډه پیلوي چې پر ځینو نورو مسلو سربیره د افغانستان د ماموریت د برخه لیک په اړه بحثونه کوي.