لویدیځو هېوادونو پر چین د ایغوریانو په خاطر بندیزونه ولګول 

د چین په اورمچي کې ایغوریان

لویدیځو هېوادونو په یوه همغږي اقدام کې پر چین د ایغور مسلمانانو د حقونو د نقض په خاطر بندیزونه ولګول.

د امریکا متحده ایالات، بریتانیا او کاناډا هم له اروپایي ټولنې سره یوځای شول او د چین پر یو شمېر چارواکو او هغو شرکتونو یې بندیزونه ولګول چې له ایغور مسلمانانو سره په زورزیاتي تورن دي.

اروپایي ټولنې پرون پر څلورو چینایي چارواکو او یوه چینایي بنسټ بندیزونه ولګول.

چین هم سملاسي د دې اقدام غچ واخېست او د اروپایي ټولنې پر یو شمېر چارواکو یې بندیزونه اعلان کړل.

د چین د بهرنیو چارو وزارت له اروپایي ټولنې غوښتي چې "خپله تېروتنه سمه کړي."