بلېنکن له ناټو او اروپايي ټولنې سره په افغانستان کې پر پوځي حضور خبرې کوي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن به د ناټو او اروپايي ټولنې له چارواکو سره د کتنې پر مهال په افغانستان کې د امریکا پر پوځي حضور هم بحث وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې وویل، بلېنکن به د سې شنبې او چهارشنبې په ورځو په بروکسل کې د ناټو په غونډه کې برخه واخلي.

دی به د ناټو له سرمنشي ینس سټولټنبرګ سره هم پر ځینو مسایلو بحث وکړي.

په اعلامیه کې دغه‌راز راغلي چې بروکسل ته به په دې سفر کې د چین او روسیې، دغه‌راز په افغانستان کې د ناټو پر نقش، سایبري امنیت، د ترورېزم په وړاندې پر مبارزه، اقلیمي بدلون او نورو مسایلو خبرې وشي.

د اروپا او اسیا په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مرستیال فلیپ ریکر د بلېنکن د سفر په درشل کې ویلي چې واشنګټن د ناټو له متحدانو او نورو شریکانو سره په افغانستان کې د پوځي حضور په اړه نږدې مشورو ته متعهد دی.

دا مهال په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو شمېر شاوخوا ۱۰ زرو ته رسېږي چې افغان امنیتي ځواکونو ته سلا مشوره ورکوي، روزي یې او همکاري یې کوي.

امریکا په تېره جنورۍ میاشت کې اعلان وکړ چې په افغانستان کې یې ځواکونه له ۴،۵۰۰ څخه ۲،۵۰۰ ته راکم شوي دي.