اټمي تړون ته د ورګرځېدو لپاره د خامنه‌یي شرط؛ پر ایران بندیزونه لیرې کړئ

د ایران ستر مذهبي مشر ایت‌الله علي خامنه‌یي

د ایران ستر مذهبي مشر ایت‌الله علي خامنه‌یي وایي، که امریکا او متحدان‌یې غواړي چې تهران بېرته د ۲۰۱۵ کال اټمي تړون ته ستون شي، باید واشنګټن پر ایران ټول بندیزونه لیرې کړي.

خامنه‌یي په یوه ټلوېزیوني وینا کې وویل، "زموږ دریځ څرګند دی او بدلون‌یې نه‌دی کړی، د امریکا ټول بندیزونه باید له هوکړې سره سم لیرې شي چې موږ بېرته اټمي تړون ته وګرځو".

ده وویل، پر ایران د فشار راوړلو تګلاره ناکامه وه او خبرداری یې ورکړ، که د جو بایډن اداره هم دغه کار ته دوام ورکړي، ناکامه به شي.

د امریکا ولسمشر جو بایډن اټمي تړون ته د ورګرځېدو هوډ کړی، خو د هغه اداره ټینګار کوي چې لومړی باید تهران په خپلو ژمنو و درېږي.

ایران بیا په تړون کې خپلې ژمنې د دې لپاره ماتې کړي چې په خبره‌یې امریکا د ژمنې خلاف بېرته بندیزونه پرې لګولي دي.