اتمر: د ملګرو ملتونو له نوي استازي افغان سوله کې د اغېزناک رول هیله لرو

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر او د ملګرو ملتونو د سرمنشي نوی ټاکل شوی ځانګړی استازی ژان ارنو

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر هیله وښوده چې د ملګرو ملتونو د سرمنشي نوی ټاکل شوی ځانګړی استازی به وکړای شي په افغانستان کې د سولې د ټینګښت پر لار اغېزناک رول ولوبوي.

د وزارت په وینا، د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر پرون له ژان ارنو سره په ټیلیفوني تماس کې د افغانستان او سیمې پر وضعیت بحث وکړ.

د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، ښاغلي ارنو ډاډ څرګند کړی چې د خپل نوي مأموریت له لارې به وکړای شي یو وار بیا د سولې راوستلو لپاره خپلې تجربې وکاروي.

فرانسوی ډیپلومات ژان ارنو چې تر ۳۰ کلونو زیاته موده‌یې په افغانستان او نورو هېوادونو کې ملګرو ملتونو ته کار کړی، د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش د افغانستان او سیمې لپاره د خپل ځانګړي استازي په توګه وګماره.