د افغانستان د کورنیو چارو وزارت: کابل ښار کې د یوې چاودنې مخنیوی وشو

د کابل پولیسو په دغه موټر کې چاودېدونکي توکي نیولي او خنثی کړي دي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د کابل ښار په مربوطاتو کې د چاودېدونکو موادو ډک موټر د نیول کېدو خبر ورکړی دی.

د دغه وزارت ویاند طارق ارین پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې دا موټر تېر ماښام د کابل په ارغندې سیمه کې د کابل د ګډو امنیتي ځواکونو له‌خوا نیول شوی او خنثی شو.

د یوې احتمالي خونړۍ پېښې مخه داسې مهال نیول شوې چې خلک نوی لمریز کال لمانځي.

ښاغلي ارین وویل چې د نوروز د مېلو د امنیت ټینګولو لپاره امنیتي ځواکونه په ټولو سیمو کې فعال دي.