پروان کې د ارغوان ګل جشنواره، د بزګر او نوروز جشنونه ونمانځل شول

ګل غونډۍ

په پروان ولایت کې نن شنبه (د کب ۳۰مه) د ارغوان ګل نهمه ملي جشنواره او دغه راز د بزګر او نوروز جشنونه ونمانځل شول.

دغه مراسم د پروان په ګل غونډۍ تپه کې ترسره شول چې د بېلابېلو ولایتونو چاروکو، فرهنګیانو او ځوانانو ګډون په کې کړی و.

د مراسمو ګډونوالو د جګړې له دواړو خواوو د سولې غوښتنه وکړه.

ګل غونډۍ کې هر کال خلک راټولیږي او په شور او زوږ سره د نوي کال جشن جوړوي.