د امریکا د دفاع وزیر خپل هندي سیال سره په پوځي اړیکو غږېدلی

د امریکا د دفاع وزیر لوېد اسټن

د امریکا د دفاع وزیر لوېد اسټن له خپل هندي سیال راجنات سینګ سره د دواړو هېوادونو په پوځي اړیکو بحث کړی دی.

د دوی ترمنځ ملاقات نن د مارچ په شلمه په نوي ډیلي کې وشو.

د اسټن دوه ورځنی سفر د جوبایډن له ولسمشر کېدو وروسته هند ته د امریکایي چارواکو لومړنی سفر بلل کېږي.

د دواړو لوریو په خبرو کې به په سیمه کې د چین د نفوذ، د هندوستان او امریکا ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا او د پوځي همکاریو موضوع شامله وه.

هندوستان په پام کې لري له امریکا ۱۵۰ جنګي جټ او په لسګونو نورې بې پېلوټه الوتکې واخلي.