بلېنکن به بروکسل کې د امریکا له متحدانو سره پر افغانستان وغږیږي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن راتل

ټاکل شوې چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن راتلونکې اوونۍ د ناټو په مقر کې د امریکا له متحدانو سره د افغانستان په اړه خبرې وکړي.

د اروپا او یوریشیا په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مرستیال فلیپ ریکر پرون جمعه له خبریالانو سره په ټیلیفوني مرکه کې بروکسل ته د ښاغلي بلېنکن د بلې اوونۍ د سفر په اړه وویل: "د بلېنکن د بحثونو وړاندوینه نه شم کولای خو طبعاً د بهرنیو چارو د وزیرانو په غونډه کې به په افغانستان کې د ناټو د رول په اړه بحثونه وشي. په داسې حال کې چې د افغانستان د پالیسۍ په اړه غوره روان دی، امریکا د ناټو له متحدانو او د غوڅ ملاتړ د ماموریت له نورو ګډونوالو سره سلا مشورو ته ژمنه ده."

متحد ایالاتونو پروسږکال په فبروري میاشت کې له طالبانو سره د سولې په موافقه کې ژمنه وکړه چې د سږني کال د مې تر لومړۍ نېټې پورې له افغانستانه خپل پوځي ځواکونه وباسي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ښاغلي رییکر ټینکار وکړ چې متحد ایالاتونه د ناټو له متحدانو سره یوځای افغانستان ته پوځي ځواکونه استولي او له هغوی سره یوځای به خپل ځواکونه باسي.