پاکستان د افغان سولې په اړه په مسکو کې وروستۍ غونډه مهمه وبلله

د افغان سولې په تړاو د مسکو غونډه؛د راپور انځوریزه بڼه

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان د سولې په اړه په مسکو کې وروستۍ غونډه مهمه وبلله.

د دغه وزارت ویاند زاهد حفیظ چوهدري، پرون جمعه (د کب ۲۹مه) په اسلام اباد کې یوه کنفرانس ته وویل: "زموږ په باور له سولې پرته زموږ، د افغانستان د خلکو او سیمې اتصال، اقتصادي پرمختګ او سوکالۍ ګډ خوب به په واقعیت بدل نه شي. پاکستان په دې باور دی چې د مذاکرو او حکومتوالۍ پر لوري منحصر چلند به په افغانستان کې له دایمي سولې سره د پام وړ مرسته وکړي."

د افغانستان د سولې په تړاو د مسکو غونډه د پنجشنبې په ورځ وشوه چې پرون هم د دولت او طالبانو د هیئتونو غړو سره وکتل.