طالبان: که امریکا افغانستان کې د ځواکونو موده وغځوي غبرګون سره به مخ شي

د افغان طالبانو د مرکچي پلاوي یو غړی سهیل شاهین

د افغان طالبانو د مرکچي پلاوي یو غړی سهیل شاهین وایي، که امریکایان له افغانستانه د مې تر لومړۍ نېټې سرتیري ونه باسي، له دوی سره له شوي تړون سرغړاوی کوي او د دوی له خوا به غبرګون سره مخ شي.

مسکو ته تللي د طالبانو د سیاسي پلاوي یو غړی سهیل شاهین نن جمعه (د کب ۲۹مه) مسکو کې اسوشیټېډ پرېس ته وویل، دوه هیله مند دي چې امریکایان به خپله ژمنه پوره کړي.

شاهین زیاته کړه: "موږ له امریکایانو سره اتلس میاشتې مذکرات وکړل او دوی موافقه وکړه چې دوی به په ۱۴ میاشتو کې له افغانستانه وځي او دا وخت د اپریل په پای او د مې په لومړۍ نېټه را رسیږي. نو دوی باید ولاړ شي. ځکه که دوی ولاړ نه شي او پاتې شي نو دا په دې مانا ده چې دوی له شوې هوکړې سرغړاوی کوي. دا سرغړاوی به زموږ له خوا نه وي دا به د دوی له خوا وي. نو که داسې وشي، هر عمل عکس العمل لري. له شوې هوکړې دا ډول سرغړاوی به زموږ عکس العمل ولري. خو موږ هیله مند یو چې داسې به ونه شي."

په افغانستان کې امریکايي سرتیري

نوموړي زیاته کړه، هیله مند دي چې امریکا په خپل وخت ووځي او دوی د افغانستان د کړکېچ پر سوله ییز هواري تمرکز وکړي، څو په افغانستان کې د سولې یو پراخ سیاسي پلان ته په رسېدو اوربند وشي.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د دوحې د هوکړې له مخې ټاکل شوې وه امریکایي ځواکونه تر مې میاشتې پورې له افغانستانه ووځي، خو جو بایډن لېوالتیا ښودلې چې تر نوومبر میاشتې پورې به د امریکایي ځواکونو موده وغځوي.

په دې اړه نور: بایډن: تر نوومبره افغانستان کې د امریکايي ځواکونو پر پاتېدو غور کوو

تازه د امریکا 'اېن.بي.سي' ټلوېزوني شبکې د یوې باخبره امریکایي سرچینې په حواله خبر ورکړی چې بایډن د خپل ملي امنیت د ټیم له غړو سره په وروستي خبرو کې چې په مې میاشت کې له افغانستانه د متحده ایالاتو د ځواکونو له اېستلو سره مخالفت کړی او ویلي یې دي چې تر نوومبر میاشتي پورې د امریکایي پوځویانو د پاتې کېدو په اړه غور کوي.

جمهور رئیس بایډن د 'اېن.بي.سي' امریکایي ټلوېزیوني چینل سره په مرکه کې چې د چهارشنبې په ورځ خپره شوه، ویلي چې دا به د امریکا لپاره "سخته" وي چې له ټاکلي نېټې سره سم له افغانستانه خپل ټول عسکر وباسي.

بایډن ویلي چې دا به د امریکا لپاره "سخته" وي چې له ټاکلي نېټې سره سم له افغانستانه خپل ټول عسکر وباسي.

که تر نوومبر میاشتې د امریکایي ځواکونو موده وغځول شي دا به د دوحې تړون خلاف وي چې د امریکا او طالبانو ترمنځ شوی وو.

په دې تړون کې چې امریکا د طالبانو سره د ۲۰۲۰ میلادي کال د فبروري په میاشت کې په قطر کې لاسلیک کړ، موافقه شوې وه چې د ۲۰۲۱ میلادي کال د مې د میاشتې تر پایه به ټول امریکایي عسکر له افغانستانه وځي.

په دې اړه نور: بایډن: افغانستان کې به تر نوومبره د امریکایي ځواکونو ماموریت وغځوو

د دوحې هوکړې پر اساس طالبان باید تاوتریخوالی کم او د القاعده په ګډون له ترهګرو ډلو سره اړیکې پرې کړي، خو د 'اېن.بي.سي' د راپور پر اساس طالبانو په خپله ژمنه عمل ونه کړ او شرایطو ته په کتو اړتیا ده چې دا موده وځیږي.

  • دا چې د امریکایي ځواکونو د پوځي حضور دوام به په سوله او جګړه څه اغېزې ولري؟

د افغانستان د ملي امنیت شورا وایي، له امریکا سره د طالبانو هوکړه یوازې بهرنیان خوندي کړي او دا پرېکړه به هم د جګړې په مهارولو کوم اغېز ونه لري.

د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند رحمت الله اندړ نن جمعه (د کب ۲۹مه) ازادي راډیو ته په دې اړه وویل: "دوحه کې د امریکایانو او طالبانو تر هوکړې وروسته په افغانستان کې د امریکایانو سرونه خوندي دي او افغانان لا هم وژل کېږي، که بهرنیان ووځي او که ونه وځي د جګړې د مهارولو په نظام کې د سیاسي مشارکت لپاره یوازینۍ حل لار سوله او اوربند دی چې د مذاکراتو له لارې راتلی شي."

د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند رحمت الله اندړ

بل لور ته وسله والو طالبانو هم خبرداری ورکړی چې که امریکايي ځواکونه له هوکړې سره سم او تر ټاکلي ضرب الاجل پورې له افغانستانه بهر نه شي، پر دې ځواکونو به له سره بریدونه پیل کړي.

ازادي راډیو هڅه وکړه څو د امریکایي ځواکونو د مودې غځولو په تړاو د طالبانو نظر هم ولري، خو دې ډلې تر اوسه څه نه دي ویلي.

جوبایډن په داسې وخت کې له افغانستانه د عسکرو د اېستلو یا نه ایستلو په هکله پریکړه کوي چې په افغانستان کې د مؤقتي ادارې او سولې په هکله بحثونه تاوده شوي دي.