بایډن: تر نوومبره افغانستان کې د امریکايي ځواکونو پر پاتېدو غور کوو

د امریکا ولسمشر جوبایډن

د امریکا ولسمشر جوبایډن تر نوومبر میاشتې پورې په افغانستان کې د خپلو ځواکونو پر پاتېدو غور کوي.

د امریکا 'اېن.بي.سي'ټلوېزیوني شبکې د یوې باخبرې سرچینې په حواله خبر ورکړی چې بایډن د خپل ملي امنیت د ټیم له غړو سره په وروستي خبرو کې په مې میاشت کې له افغانستانه د متحده ایالاتو د ځواکونو له اېستلو سره مخالفت کړی او ویلي یې دي چې تر نوومبر میاشتې پورې د امریکایي پوځیانو د پاتې کېدو په تړاو غور کوي.

جوبايډن ویلي چې تر ټاکلي ضرب الاجل پورې له افغانستانه د پوځیانو ایستل ګران دي.

د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند رحمت الله اندړ

د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند رحمت الله اندړ بیا نن ازادي راډیو ته وویل،له امریکا سره د طالبانو هوکړه یوازې بهرنیان خوندي کړي دا پرېکړه به هم د جګړې په مهارولو اغېز ونه لري.

نوموړی وايي: "په دوحه کې د امریکایانو او طالبانو تر هوکړې وروسته په افغانستان کې د امریکایانو سرونه خوندي دي او افغانان لا هم وژل کېږي،که بهرنیان ووځي او که ونه وځي د جګړې د مهارولو په نظام کې د سیاسي مشارکت لپاره یوازینۍ حل لار سوله او اوربند دی چې د مذاکراتو له لارې راتلی شي."

ټاکل شوې وه امریکایي ځواکونه تر مې میاشتې له افغانستان څخه ووځي.