کابل کې ۶۰ معتادین راټول او روغتیايي مرکز ته یووړل شول

ارشیف، کابل کې یو شمېر معتادین

له کابل ښار څخه شپېته معتادین راټول او د درملنې لپاره روغتيايي مرکز ته يووړل شول.

د ابن سينا زر بستريز روغتيايي مرکز رئیس محمد ظاهر سلطاني ازادي راډيو ته وويل، زموږ مرکز د پولیسو په مرسته د بې سرپناه معتادينو راټولولو په لړ کې د کابل ښار له پل سوخته او شپږمې ناحيې له بېلابېلو سيمو څخه ۶۰ معتادين راټول او د درملنې لپاره د ابن سينا زر بستريز روغتيايي مرکز ته يووړل.

د يادونې وړ ده چې د ۱۳۹۹ شمسي کال د ژمي له پيله بيا تر اوسه پورې له کابل ښاره دوه زره بې سرپناه معتادین راټول شوي او په روغتيايي مرکزونو کې بستري شوي دي.