غني: د جګړې پای بحث ته اړتیا لري چې د ژورنالېستانو رول په کې مهم دی

ولسمشر غني

ولسمشر اشرف غني وايي، د افغانستان د جګړې پای ته رسول ملي بحث ته اړتیا لري چې د ده په وینا افغان ژورنالېستان مهم رول په کې لوبولای شي.

ښاغلي غني پرون پنجشنبه (د کب ۲۸مه) د خبریال د ورځې په مناسبت په ارګ کې په یوه غونډه کې خبریالان نه یوازې د بیان د ازادۍ بلکې د هېواد د راتلونکې مدافعین وبلل.

ولسمشر په دې غونډه کې یو شمېر هغو خبریالانو ته چې د دندې پر مهال وژل شوي د مډالونو او د یوه صندوق له لارې د مرستو اعلان هم وکړ.

ښاغلي غني ټینګار وکړ چې د دې مرستو وېش باید عادلانه وي: "د شهیدو خبریالانو کورنیو ته په شفافه توګه لومړیتوب ورکول کېږي او هغه څه چې دوی ته ورکول کېږي ټول د رسنیو په مخکې څه تثبیتېږي."

افغانستان په تېرو پنځو کلونو کې د خبریالانو لپاره تر تولو خونړی هېواد و.

په تېرو شپږو میاشتو کې په هلمند کې د ازادي راډیو د خبریال الیاس داعي په ګډون له لسو زیات خبریالان د تاوتریخوالي په پېښو کې وژل شوي دي.