امریکايي او چینایي ډیپلوماتان په لفظي شخړه کې ښکېل شول

ارشیف

امریکايي او چینایي ډیپلوماتان د ولسمشر جوبایډن د کار له پیل وروسته په خپله لومړنۍ غونډه کې پرون د مارچ په اتلسمه نېټه په لفظي شخړه کې ښکېل شول او په دې توګه د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د ژر تر ژره ټینګښت او د چین د چلند د بدلولو لپاره د امریکا هیلې نهیلې شوې.

په الاسکا کې د پرونۍ غونډې پرانېستونکو ویناوو چې عموماً په دې ډول غونډو کې له څو دقیقو نه زیاتېږي له یو ساعت زیات وخت ونیو ځکه د دواړو خواو و پلاوو د یو بل پر سیاستونو انتقادونه وکړل.

د دې غونډې لحن د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن د چین هغو قوانینو ته چې د ده په وینا د نړۍ د بې ثباتۍ باعث کېږي او د اویغور مسلمانانو پر وړاندې د چین اقداماتو ته د اشارې په ترڅ کې وټاکه.

د دې څرګندونو پر وړاندې د چین په کمونېست ګوند کې د ډیپلوماسۍ جګپوړي چارواکي یانګ جېچي په ډېره غوسه غبرګون وښود او ویې ویل چې چېن په خپلو کورنیو چارو کې د امریکا له لاسوهنو سره سخت مخالف دی.

د واشنګټن او پېکېنګ اړیکې، د مخکیني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ادارې پر مهال سخت کړکېچن شول.