نن مسکو کې افغان دولتي پلاوی د طالبانو له پلاوي سره غږیږي

روسیه کې د طالبانو پلاوی

ټاکل شوې ده چې نن جمعه (د کب ۲۹مه) هم په مسکو کې د افغانستان د دولت پلاوی د طالبانو له پلاوي سره خبرې وکړي.

د افغان دولت د پلاوي یوې غړې، حبیبې سرابي ازادي راډیو ته په ایمیل کې لیکلي دي چې په نننۍ غونډه کې هیله ده افغانان په خپلو کې وغږیږي.

په مسکو کې پرون د افغانستان د سولې لپاره غونډه وشوه. په دې غونډه کې د افغانستان د دولت پلاوي، د طالبانو چارواکو، د کوربه هېواد روسیې، د امریکا، چین او پاکستان استازیو ګډون وکړ.

په پرونۍ غونډه کې د افغانستان د دولت استازیو له طالبانو سره خبرې ونه کړې، دوی د کنفرانس پرمهال سره ولیدل.