د 'جمعیت اسلامي ګوند' په نوم پر جوړې شوې غونډې ډزې؛ ۳ تنه ووژل

ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

په کابل کې د جمعیت اسلامي ګوند په نوم پر جوړه شوې غونډه د ډزو پرمهال لږ تر لږه درې تنه وژل شوي او څلور تنه ټپيان شوي دي.

دا برید پرون پنجشنبه (د کب ۲۸مه) پر هغه غونډه وشو چې په ترڅ کې یې عطا محمد نور د جمعیت اسلامي ګوند د مشر په توګه وټاکل شو.

برید کوونکو نژدې درې ساعته د دې غونډې د جوړېدو مخه ونیوله.

تر برید وروسته عطا محمد نور طلوع نیوز ته وویل چې دا برید د ده سیاسي مخالفانو کړی دی او دا کار تر ترورستي عمل بدتره دی.

د صلاح الدین رباني په مشرۍ جمعیت اسلامي ګوند په یوه اعلامیه کې ویلي دي چې دا غونډه له جمعیت اسلامي څخه د بېلې شوې ډلې غونډه وه چې د دوی له ګوند سره هېڅ راز ارتباط نه لري او نه له حقوقي پلوه او نه هم د ګوند له نظره دا ډله د اعتبار وړ ده.