مسکو غونډه کې د لاوروف وینا: طالبان دې د دوحې هوکړې ته ژمن پاته شي

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف

په مسکو کې د افغانستان د سولې په اړه غونډه روانه ده او ګډونوال‌یې د سولې د روان بهیر پر چټکتیا او ورته نورو مسایلو خبرې کوي.

د راپورونو له مخې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د غونډې د ویناوالو له ډلې و او نوموړي له طالبانو غوښتي چې د دوحې هوکړې ته ژمن پاته شي.

د غونډې له جریانه لا ډېر جزئیات نه‌دي خپاره شوي، خو اټکل دا دی چې د ورځې په پای کې د شویو بحثونو په اړه یوه اعلامیه خپره شي.

غونډه کې د افغان دولت او طالبانو لوړپوړو پلاویو برخه اخیستې او پر دې سربېره د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد هم ورغلی دی.

د سولې د روان بهیر د چټکتیا په هدف دا غونډه داسې مهال جوړه شوې چې ټاکل شوې نږدې راتلونکي کې بله ورته غونډه په ترکیه کې جوړه شي.

دا دواړه غونډې د افغانستان لپاره مهمې بلل کېږي، ځکه داسې مهال جوړېږي چې له دغه هېواده د امریکایي ځواکونو د وتلو مهلت رانږدې شوی او بل دا چې امریکایانو د قدرت د وېش لپاره افغان دولت ته یوه طرحه سپارلې ده.