د شمال شاهین قول اردو: طالبانو کې بهرني جنګیالي شته، روزي یې او ملاتړ یې کوي

ارشیف، یو شمېر طالب وسله وال

د افغانستان په شمال کې امنیتي چارواکي وايي چې له کابو دوه نیمو میاشتو راهیسې کله چې قطر کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د دوهم ځل لپاره د سولې خبرې پیل شوې شمالي ولایتونو کې هم د طالبانو حملې زیاتې شوي او هم د دغې ډلې په لیکو کې د بهرنیو جنګیالو حضور ډېر شوی.

په شمال کې د شاهین قول اردو چارواکو ویلي چې د طالبانو بهرني جنګیالي ډېری د دغې ډلې تر کنټرول لاندې سیمو کې د جنګیالیو د روزنې او مالي ملاتړ چارې پر مخ بیايي، خو طالبانو د افغان چارواکو دا ادعاوې رد کړي.

د شاهین قول اردو ویاند، حنیف رضايي ازادي راډیو ته ویلي چې د طالبانو په لیکو کې د دغو بهرني جنګیالو شمېر نه دی مشخص، خو زیاته کړې یې ده چې د طالبانو د ډلې بهرني جنګیالي اکثرآ د فاریاب ولایت په غورماچ او قیصار ولسوالیو، د سرپل په کوهستات ولسوالۍ او د بلخ په چهاربولک ولسوالۍ کې فعال دي.

هغه وويل: "د دغو بهرنیو ترمنځ ډېری پاکستانیان، ازبېکستانیان او تاجکستانیان دي. موږ په وروستۍ پېښه کې ولیدل چې په یوه هوايي برید کې د بلخ په چهاربولک ولسوالۍ کې څلور پاکستانیان ووژل شول."

په همدې حال کې د سرپل محلي چارواکي هم مني چې د دغه ولایت په کوهستانات ولسوالۍ کې بهرني وګړي د طالبانو په لیکو پراخ حضور لري.

د سرپل د امنیه قوماندانۍ ویاند نور اغا فیضي ازادي راډیو ته وویل چې په کوهستاناتو ولسوالۍ کې بهرني جنګیالي له خپلو کورنیو سره اوسېږي چې شمېر یې لسګونو کورنیو ته رسېږي.

ده وویل چې د دغو بهرني جنګیالیو قومي هویت مشخص نه دی، خو د ازبېکستان اسلامي تحریک ته اړوند دي.

د ښاغلي فیضي په خبره چې دا بهرني جنګیالي له بدخشان او جوزجان ولایتونو څخه دوه کاله وړاندې سرپل ته راغلي دي.

ده زیاته کړه: "دوی له خپلو کورنیو سره کوهستاناتو کې حضور لري. دا ولسوالۍ د جغرافیايي پېچلتیا له امله لا هم د طالبانو له وجوده پاکه شوې نه ده."

د ازادي راډیو تېر راپورونه ښيي چې تر دوو کاله وړاندې ازبېکستاني او تاجکستاني وګړي د داعش ډلې په لیکو کې د جوزجان په قوشتېپه او درزاب ولسوالیو کې جنګېدلي.

تازه د افغانستان د ملي امنیت ادارې هم ادعا کړې چې ۲۷ تنه داعشیان یې له بلخ ولایته د تروریستي فعالیتونو او د اشخاصو د ترور په تور نیولي چې په منځ کې یې ازبېکستاني او تاجکستاني وګړي هم شامل دي.

په همدې وخت کې د فاریاب ولایت د پولیسو ویاند کریم یورش ویلي چې دغه ولایت کې د طالبانو په لیکو کې بهرني جنګیالي شته.

د فاریاب ولایت د پولیسو ویاند کریم یورش

ښاغلي یورش ازادي راډیو ته ویلي چې د طالبانو د لیکو بهرني جنګیالي ډېری پاکستانیان دي او ځینو مواردو کې لیدل شوي چې ایراني مشاورین هم له دوی سره همکاره دي.

نوموړي وويل:"نا امني زیاته شوې، په مختلفو ولسوالیو کې د طالبانو په لیکو کې د داخلي جنګیالیو ترڅنګ بهرنیان هم فعال دي. دوی نظامي سلاکاران او ښوونکي دي."

د بلخ پولیس وايي چې د طالبانو بهرني جنګیالي ډیری په ستراتیژیکو ولسوالیو لکه دولت اباد او چهاربولک کې چې له جوزجان ولایت سره پولې لري، فعال دي.

د بلخ د پولیسو ویاند، عادل شاه عادل ویلي چې د طالبانو دا بهرني جنګیالي د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو پر وړاندې په وسله والو حملو کې لاس لري.

د بلخ د پولیسو ویاند، عادل شاه عادل

هاخوا بیا د طالبان یوه ویاند ذبیح الله مجاهد د دغې ډلې په لیکو کې د بهرني جنګیالیو حضور رد کړی.

مجاهد ازادي راډیو ته ویلي چې دا ډول ادعاوې د حکومتي ځواکونو له خوا د خلکو ترمنځ د طالبانو د تحریک پر وړاندې د بدبینۍ د زیاتوالي لپاره ترسره شوي.

تر دې دمخه، د بدخشان ولایت امنیتي چارواکو هم ویلي وو چې له ۶ زرو زیات بهرني جنګیالي چې ډیری یې پاکستاني، ایغور، ازبېکستاني او تاجکستاني وګړي دي د دغه ولایت په جرم، یمګان او وردوج ولسوالیو کې د افغان ځواکونو پر وړاندې په وسله واله جګړه بوخت دي.