شمالي کوریا: څو چې امریکا خپله تګلاره بدله نه کړي خبرو ته نه حاضریږو

ارشیف، د شمالي کوریا او امریکا ګډ بیرغونه

شمالي کوریا، د امریکا د متحدو ایالاتونو پر هغو هڅو عکس العمل وښود چې غواړي پر اټمي موضوع ورسره مذاکرې بېرته پیل کړي.

د شمالي کوریا په خبره تر هغو چې واشنګټن خپله تګلار بدله نه کړي، دوی به دغو مذاکرو ته حاضر نه شي.

د شمالي کوریا د بهرنیو چارو مرستیال وزیرې چوی سون هوی نن پنجشنبه (د کب ۲۸مه) د پیونګ یانګ پخوانی دریځ تکرار کړ او ویې ویل، تر هغو چې امریکا خپله د خصومت پالیسي بېرته نه وي اخیستې، هېڅ ډول ډیالوګ ورسره ممکن نه دی.

هغې ویلي، شمالي کوریا به په راتلونکي کې هم د امریکا دغه ډول هڅې له پامه وغورځوي.

دا څرګندونې داسې وخت کېږي چې تر دې څو ساعته مخکې په سیول کې د امریکا د متحدو ایالاتونو او جنوبي کوریا د بهرنیو چارو او دفاع وزیرانو په خپلو کې د شمالي کوریا د اټمي پروګرام په اړه خبرې پلان کړې وې.