ځايي چارواکی: میدان وردګ کې هلیکوپټره په توغندي ویشتل شوې

ارشیف، عکس تزئيني بڼه لري

د میدان وردګو ولایت په بهسود ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو هليکوپټره په توغندي ویشتل شوې ده.

دا خبره رویټرز خبري اژانس د یوه ځایي چارواکي او د هوایي ځواک د یوه کارکوونکي په حواله کړې ده او ویلې یې دي، الوتکه د پورته کېدو پر مهال ویشتل شوې.

دفاع وزارت د دغې څرخي الوتکې د لوېدو لامل نه ښيي، خو وایي، پېښه کې چې تېره شپه شوې ۹ کسان وژل شوي چې ۴ تنه یې عمله او ۵ یې امنیتي ځواکونه دي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ازادي راډیو ته وویل، د دوی وسله وال دغې پیښه کې لاس نه لري.

ځینو رسنیو ویلي چې دا څرخي الوتکه بهسودو کې د سیمه ییزو وسله والو له خوا ویشتل شوې ده.