ایران په نطنز اټمي بټۍ کې د یورانیمو پخول پيل کړي

ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

ایران په نطنز ځمکې لاندې اټمي بټۍ کې د پرمختللو سنټرفیوژونو په وسیله د یورانیمو پخول پيل کړي دي.

دا د ایران او د نړۍ د شپږو قدرتونو ترمنځ د ۲۰۱۵ میلادي کال له اټمي تړونه د ایران تازه سرغړونه بلل کېږي.

د اټمي انرژۍ د څار نړیوالې ادارې پرون چهارشنبه وویل، د دوی مشر رافایل ګروسي دوه ورځې مخکې د اټمي تړون لاسلیکونکو هېوادونو ته دا خبر ورکړی دی.

دوی ویلي، ایران اوس مهال له ( آی. آر-۴) ډوله سنټرفیوژونو په وسیله تر پنځو درجو پورې یورانیم پخوي.

دا د یورانیمو د پخولو د پروسس پرمختللي وسایل یاد شوي، ځکه د اټمي تړون له مخې، ایران یوازې اجازه درلوده چې له( آی.آر-۱) ډوله سنټرفیوژونو نه ګټه واخلي.

ایران له هغه وخته له اټمي تړونه تدریجي سرغړونه پيل کړه چې کله ۲۰۱۸ کال کې امریکا په یوه اړخیز ډول له تړونه ووتله.