روهي: د مسکو غونډه به د ترکیې له غونډې سره ډېره مرسته وکړي

نن پنجشنه (د کب ۲۸مه) مسکو د افغان سولې په تړاو د یوې غونډې کوربه دی.

په دې غونډه کې د افغان حکومت او طالبانو د استازو سربېره د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد هم برخه لري.

یو شمېر افغان سیاسیون دا غونډه د افغانستان د سولې لپاره مهمه ګني، خو یو شمېر نور بیا د ترکیې غونډه برخلیک ټاکونکې بولي.

خو د افغانستان د ملي محور ګوند مشر خوشحال روهي دواړه غونډې مهمې ګڼي.

ښاغلی روهي وايي، د مسکو غونډه به د ترکیې له غونډې سره د مقدماتي غونډې په توګه ډېره مرسته وکړي.

له ښاغلي روهي سره د ازادي راډیو خبریال کړې او په سر کې یې پر افغان سوله د مسکو د غونډې د اغیز په اړه ترې پوښتلي دي.

دا مرکه د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ:

Your browser doesn’t support HTML5

مرکه