د بیان ازادۍ د راتلونکې په اړه د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمېټې اندېښنه

ارشیف، کابل کې یو شمېر خبریالان

د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمېټې په افغانستان کې د بیان ازادۍ د راتلونکي په اړه اندېښنه وښوده.

دغې کمېټې د خبریالانو د ملي ورځې په مناسبت یوې اعلامیه کې ویلي چې سږکال دا ورځ داسې مهال لمانځل کېږي چې په افغانستان کې د رسنیو کارکوونکي او رسنۍ د بې‌ساري جدي امنیتي او مالي ګواښونو سره مخامخ دي.

د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې وژل شویو افغان خبریالانو ته په اشارې وویل چې په افغانستان کې پر خبریالانو هدفي وژنو او هم د کرونا وبا د خورېدو له کبله منفي اغېزو، د خپرونو د محتوا او تولید په برخه کې د رسنیو او خبریالانو کار له محدودیتونو سره مخامخ کړی دی.

د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې په یوې سروې کې راغلي چې یوازې د ۱۳۹۹ کال په وروستیو شپږو میاشتو کې څه باندې ۳۰۰ ښځینه خبریالانو په دې هېواد کې د کرونا ویروس د خورېدو، امنیتي ګواښونو په تېره بیا هدفي وژنو او د رسنیو د مالي او اقتصادي وضعیت د خرابوالي له کبله دندې پرېښې دي چې دا شمېره په افغانستان کې د ښځینه خبریالانو ۱۸ سلنه جوړوي.

د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمېټې له افغان حکومت او نړیوالو سازمانونو وغوښتل چې د دې ستونزې هواري ته جدي پام وکړي.

د ملګرو ملتونو د سیاسي دفتر، یوناما د راپور له مخې په تېر یوه کال کې په افغانستان کې ۱۱ خبریالان او د رسنیو کارکوونکي په امنیتي پېښو کې ووژل شول.

د ازادي راډیو خبریال محمد الیاس داعي هم یو له دغو خبریالانو دی چې پر موټر یې نښلول شوی مقناطیسي ماین وچاودېد.