کندهار کې د توکو د پېر او پلور انلاین مرکزونو وده کړې

ارشیف، انځور تزئیني بڼه لري.

په کندهار کې په انلاین ډول د توکو د پېر او پلور مرکزونو وده کړې ده.

د کندهار د ښاروالۍ مسؤلین وایي په دې ښار کې ۲۳ انلاین مرکزونه فعال دي چې بېلابېل توکي پلوري.

د کندهار د ښاروالۍ د رسنیو د څانګې مسؤل زمري څرګند ازادي راډیو ته وویل: "بېلابېلو رستورانتونو، پلورنځيو او سوداګریزو مارکېټونو په کندهار ښار کې اوس انلاین سیستم ته مخه کړې ده. دوی په ټولنیزو رسنیو کې خپلو ورځنيو توکو ته چې له بهر څخه‌یې واردوي، بازار موندنه کوي."

دغه مرکزونه د خلکو له‌خوا پلورل شوي توکي حتی د هغوی تر کورونو یا دفترونو پورې رسوي.

خو په دې برخه کې ځیني شکایتونه هم شته. ځیني مشتریان وایي داسي توکي ورته راوړل کېږي چې تاریخونه‌یې تېر او یا یې کیفیت ټیټ وي.