د کلیو او بیارغونې وزارت ١،١ میلیونه خلکو ته کاري زمینه برابروي

ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

د افغانستان د کلیو او بیارغونې وزارت د یو نوي پروګرام د پلي کېدو خبر ورکوي چې لارې به یې نږدې ١،١ میلیونه وچکالي ځپلو کسانو ته د کار زمینه برابره وي.

د دغه وزارت ویاند محمد رفیق جنبش نن چهارشنبه (د کب ۲۷مه) ازادي راډیو ته وویل چې دغه پروګرام د نړېوال بانک د ۲۰۰ میلیونه ډالرو په مالي لګښت پلی کېږي.

د انعطاف په نوم دغه لویه پروژه به د روان ۱۴۰۰ کال د ثور په میاشت کې پیل شي.

ښاغلی جنبش وایې چې د دغې پروژې له لارې به وچکالۍ ځپلو ۸۵ زرو کسانو سره نغدي مرستې وشي او نږدې یو عشاریه یو میلیون کسانو ته به کاري زمینې هم برابرې شي. ‏

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت په وینا دغه پروګرام به د هېواد په ۱۵ ولایتونو (بدخشان، بادغیس، بامیان، غزني، دایکنډي، غور، جوزجان، ‏کندهار، لغمان، نورستان، پکتیا، سمنګان، سرپل، ارزګان، زابل) کې پلی شي چې ۷۸ ‏ولسوالۍ او ۷۳۱۶ شوراګانې به تر پوښښ لاندې نیسي.