خلیلزاد کابل ته خپل دوه ورځنی سفر پای ته ورساوه

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد

په کابل کې د امریکا سفارت وایي، د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد کابل ته خپل دوه ورځنی سفر پای ته ورساوه.

دغه سفارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره د ښاغلي خلیلزاد سفر د افغانستان د سولي بهیر د ګړندي کولو هڅو یوه برخه وبلله او ویې ویل چې خلیلزاد او ورسره ملګرو یې دې سفر کې له ولسمشر محمد اشرف غني، د ملي مصالحې د عالي شورا مشر عبدالله عبدالله او یو شمېر نورو افغان سیاستوالو او د ښځو د حقونو له مدافعینو سره ولیدل.

د اعلامیې له مخې، ښاغلي خلیلزاد په افغانستان کې د تل پاتې سولې په ټینګښت کې د سیاسي ګوندونو، مدني ټولنې او رسنیو پر مهم رول ټینګار وکړ.

نوموړي دغه راز ویلي چې امریکا به د خپلو متحدینو او سیمه ییزو هېوادونو سره په سلا مشورې د بېلابېلو غونډو په چوکاټ کې د افغانستان د سولې بهیر ملاتړ ته دوام ورکړي.

تر دې دمخه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ومنله چې زلمی خلیلزاد به د پنجشنبې په ورځ د افغانستان د سولې په اړه د مسکو په غونډه کې ګډون وکړي.