سټولټنبرګ: ناټو راتلونکې اوونۍ افغانستان کې د خپلو پوځيانو په اړه پرېکړه کوي

د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ

د ناټو سرمنشي وایي، د دې تړون د بهرنیو چارو وزیران به راتلونکې اوونۍ په خپله غونډه کې په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ مأموریت په چوکاټ کې د خپلو پوځيانو د برخلیک په اړه پرېکړه وکړي.

ینس سټولټنبرګ نن د یوې انلاین غونډې له لارې خبریالانو ته وویل چې دوی په دقت د افغانستان وضعیت ارزوي.

ښاغلی سټولټنبرګ زیاتوي: "موږ خپلو ارزونو، بحثونو او مشورو ته، د مې د لومړۍ نېټې د ضرب‌الاجل له رانږدې کېدو سره ادامه ورکوو. دا به راتلونکې اوونۍ د ناټو د بهرنیو چارو د وزیرانو د غونډې له بحثونو نه یو مهم بحث وي."

د اوس لپاره په افغانستان کې د امریکا ۲،۵۰۰ سرتېري دي او د ناټو په مشرۍ د غوڅ ملاتړ مأموریت په چوکاټ کې نږدې ۹،۶۰۰ بهرني پوځیان دي.