اشرف غني: که طالبان همدا سبا هم انتخاباتو ته حاضر وي، موږ تیار یو

جمهور رئیس محمد اشرف غني د افغانستان بهرنیو چارو وزارت کې د بهرني سیاست لومړیتوبونه او د هېواد د ډیپلوماسۍ په دستګاه کې د اصلاحاتو په سمینار کې د وینا پر مهال

د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني نن په کابل کې یوې غونډې ته وویل، که طالبان همدا سبا هم انتخاباتو ته حاضر وي، دوی تیار دي.

د بهرنیو چارو په وزارت کې 'د بهرني سیاست لومړیتوبونه او د هېواد د ډیپلوماسۍ په دستګاه کې د اصلاحاتو' په سمینار کې جمهور رئیس غني دا هم وویل چې له انتخاباتو پرته خپل ځایناستي ته د واک لېږد ته چمتو نه‌دی.

په دې غونډې کې په بېلابېلو هېوادونو کې افغان سفیرانو او ډیپلوماتانو هم د وېډیو کنفرانس له لارې برخه واخیسته.

تر دې غونډې مخکې جمهور رئیس غني د ډیپلوماسۍ د انسټټیوټ نوې ودانۍ پرانیسته.