د روغتیا نړیوال سازمان متخصصان د استرازینیکا واکسین په اړه بحث کوي

د کرونا ویروس ضد استرازینیکا واکسین

تمه ده چې د روغتیا نړیوال سازمان د واکسین د خوندیتوب برخې متخصصان نن د استرازینیکا واکسین په اړه بحث وکړي.

دا پرېکړه وروسته تر دې وشوه چې د استرازینیکا واکسین تر تطبیق وروسته د وینې د غوټه کېدو په اړه اندېښنې څرګندې شوې.

د روغتیا نړیوال سازمان له هېوادونو غوښتي چې د کرونا ویروس پر ضد د بریتانیا او سویډن دغه ګډ جوړ کړی واکسین ونه‌دروي.

د دغه سازمان په باور، داسې هېڅ نښې نه‌شته چې د وینې غوټه کېدل دې له استرازینیکا واکسین سره ارتباط ولري.

یو شمېر لویو اروپایي هېوادونو جرمني، فرانسې او ایټالیا د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د دغه واکسین ورکړه به وځنډوي.

پرتګال، اسپانیا، لتویا او سلوانیا هم بیا له دغو هېوادونو سره یوځای شول. تر دې مخکې هالنډ، بلغاریا، ایرلنډ، ډنمارک او ناروې د استرازینیکا واکسین درولی و.