بخښنې نړیوال سازمان: افغان حکومت د فعالانو امنیت لپاره د پام وړ اقدام نه‌دی کړی

ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

د بخښنې نړیوال سازمان یو ځل بیا په افعانستان کې د امنیتي وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړې.

‎دغه سازمان نن د مارچ میاشتې په۱۶ مه نېټه یو تازه راپور خپور کړی او په کې یې ویلي چې افغان حکومت تراوسه د بشري حقونو د مدافعینو او مدني فعالانو د امنیت د خوندیتوب لپاره د پام وړ اقدام نه دی کړی .

دغه راپور کې اندېښنه ښودل شوې چې ورځ بلې د بشر د حقونو د مدافعینو او مدني فعالانو نوي امنیتي ستونزې زیاتې او سختېږي.

‎ د بخښنې نړیوال سازمان په خبره، درې میاشتې مخکې د جمهور رئیس محمد اشرف غني د یو فرمان له مخې چې د بشر د حقونو د ساتلو برخه کې چې کوم کمېسیون جوړ شوی تر اوسه یې کومه لاسته راوړنه نشته او دوی دغه کمېسیون تش په نوم یاد کړی دی.

‎‎د بخښنې نړیوال سازمان په راپور کې نیوکه شوې چې تر اوسه د دغو افغان فعالینو د امنیت د خوندیتوب لپاره د حکومت له لوري کومه ځانګړې ستراتیژي نه ده جوړه شوې.

‎خو د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین د دغه سازمان د راپور په اړه ازادي را‌‌‌‌‌‌ډیو ته وویل چې دوی له ګواښ سره مخ افغان فعالینو لپاره ځانګړي امنیتي پلانونه لري.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین

ښاغلي ارین زیاته کړه: "د کورنیو چارو وزارت وار له مخې د ټولو هېوادوالو په ځانګړي توګه د بشر د حقونو مدافعینو او مدني فعالانو د امنیت د خوندیتوب لپاره وخت په وخت اقدام کړی، که څوک له امنیتي ګواښ سره مخ وي، موږ ورته امنیتي پلانونه لرو او په دې اړه ورسره مشورې هم شریکوو، له بلې خوا موږ د جګړې په حال کې یو، بیا هم د دوی د امنیت د خوندیتوب لپاره هڅې کوو."

‎دا اندېښنې داسې مهال مطرح کېږي چې په وروستیو پنځو میاشتو کې د هېواد په بېلابېلو برخو کې خبریالان، د رسنیو کار کوونکي، د بشري حقونو فعالان، دیني علماء او یو شمېر دولتي کار کوونکي ووژل شول.

‎په هلمند کې د ازادي را‌‌‌‌‌‌ډیو خبریال الیاس داعي هم یو له دغو قربانیانو و.نوموړی د تېر زېږدیز کال د نومبر په ۱۳مه نېټه په هلمند کې د مقناطیسي ماین په یوې چاودنه کې ووژل شو.

په هلمند کې د ازادي را‌‌‌‌‌‌ډیو خبریال الیاس داعي د روان زېږدیز کال د نومبر په ۱۳مه نېټه ووژل شو.

‎افغان حکومت تل د دغو وژنو پړه پر طالبانو اچولې، خو طالبانو بیا دغه تورونه رد کړي دي.

‎بل خوا د بشر د حقونو د څار نړیوال سازمان هم د افغانستان د اوسني امنیتي وضعیت په اړه اندېښنه ښیي او د افغان حکومت پر جدي پاملرنې ټینګار کوي.

‎په استرالیا کې د دغه سازمان د رهبرۍ بور‌‌‌‌‌‌ډ غړي ماهر مومند ازادي را‌‌‌‌‌‌ډیو ته وویل چې د ټولو خلکو خوندیتوب پر منتخب حکومت د دوی حق دی او باید افغان حکومت ورته پام وکړي.

په استرالیا کې د دغه سازمان د رهبرۍ بور‌‌‌‌‌‌ډ غړي ماهر مومند

دی وايي: "که څه هم افغان حکومت خپله ‌‌‌‌‌‌ډېر کمی لري، خو باید د دغو فعالینو د ژوند خوندیتوب ته جدي پام وکړي، څو داسې ټولنه ولرو چې هغه کې د بشر حقونو مدافعین، مدني فعالان، ژورنالېستان او ټول خلک خوندي ژوند وکړي چې دا د دې لامل کېږي څو د نورو ناخوالو مخنیوی وشي او د دولت پر کړنو کره کتنه وکړي."

خو د جمهور رئیس د ویاند مرستیال دواخان مینه پال دغو انتقادونو ته په ځواب کې وايي، افغان حکومت د هر افغان وګړي د امنیت خوندیتوب مسوول دی او په دې اړه اقدامات شوي دي.

د جمهور رئیس د ویاند مرستیال دواخان مینه پال

دی وايي: "د افغانستان د هر وګړي خوندیتوب د هغه د ځان او مال ساتنه د افغان حکومت مسولیت دی، په ځانګړي توګه د بشر د حقونو، مدني او رسنیزو فعالینو؛ د امنیتي تړون یو هدف هم دا دی چې موږ څنګه په کابل او ولایتونو کې د دغو فعالینو امنیت وساتو په دې اړه هم جدي اقدامات شوي دي."

د بخښنې نړیوال سازمان په راپور کې راغلي چې د تېر سېپټمبر له ۱۲مې نېټې چې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې خبرې اترې پیل شوې تر دې دمه د هدفي وژنو په لړ کې ۱۱ د بشري حقونو مدافعین او د رسنیو کار کوونکي وژل شوي دي.