د مسکو غونډې لپاره د افغان حکومت د پلاوي نوملړ خپور شو

ارشیف، د روسیې د بهرنیو چارو وزارت

د افغانستان د سولې پروسې په اړه د مسکو غونډې لپاره د افغان حکومت د پلاوي نوملړ خپور شو.

د افغان حکومت مرکچي پلاوي یوې سرچینې ازادي راډیو ته تایید کړه هغه پلاوی چې د مسکو غونډې ته ځي نوملړ یې په لاندې ډول دی:

  • د ملي مصالحې د شورا رئیس عبدالله عبدالله
  • د ولسي جرګې رئیس میر رحمان رحماني
  • د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی
  • د ولسمشرۍ ماڼۍ پخوانی مرستیال مارشال عبدالرشید دوستم
  • د ولسمشرۍ ماڼۍ پخوانی دوهم مرستیال محمد کریم خلیلي
  • د افغانستان د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار
  • د سولې په چارو کې د دولت وزیر سید سعادت منصور نادري
  • د افغان سولې مرکچي پلاوي مشر محمد معصوم ستانکزی او غړي یې؛
  • متین بېک
  • احمد نادر نادري
  • حبیبه سرابي
  • د مشرانو جرګې مرستیال محمد علم ایزدیار

افغان حکومت په رسمي ډول په دې اړه تر اوسه څه نه‌دي ویلي.