اطلاعات روز: د افغان سولې لپاره د مسکو غونډه به څه پایلې ولري؟

روزنامه‌های چاپ کابل

کابل ته د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سفر او په مسکو کې د افغان سولې په پار د جوړېدونکې غونډې په اړه کابل چاپ ورځپاڼو یو شمېر تبصرې او مقالې خپرې کړي دي.

  • اطلاعات روز

اطلاعات روز ورځپاڼې په روسیه کې د افغان سولې په اړه کېدونکې ناستې ته په اشارې لیکلي چې دا ناسته به څه پایلې ولري؟

که د مسکو ناسته کوم کارنده ارزښت و نه لري، سمبولیک اهمیت خو لري.

وړاندې راغلي، روسیه د افغانستان په جنګ او سوله خپل اغېز لري، خو د یو سیمه ییز ځواک په توګه د روسیې جیو پولیټیکي ګټې دا ایجابوي چې د سیمې سیاسي قضیو کې په خپله دخیل وي.

د لېکوال په وینا که د مسکو ناسته کوم کارنده ارزښت و نه لري، سمبولیک اهمیت لري.

ورځپاڼې لیکلي:

مسکو دې هڅه کې دی چې د بایډن ادارې ته وښیي چې سپینه ماڼۍ نه شی کولی د افغانستان قضیې په اړه د روسیې له ګډون او رایې پرته یوازې پرېکړه وکړي.

د لیکوال له انده امریکایان هم په سیمه کې د روسیې د شتون له ارزښته پوهېږي او له دې امله حاضر نه دي چې مسکو کې د سولې خبرو اترو سره مخالفت وکړي.

  • مسیر

مسیر ورځپاڼې کابل ته د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سفر او دلته له افغان مشرانو سره د سولې پر وروستیو پرمختګونو او راتلونکو اقداماتو خبرو ته په اشارې لیکنه کړې ده.

وړاندې راغلي، امریکا د سولې برخه کې په اقداماتو کې جدي ښکاري او ټول په دې باور دي چې ښایي امریکا دا ځل له افغان جګړې په رښتینې توګه ستړې شوي وي او خپله پښه له دې جنجاله وباسي.

لیکوال ټینګار کړی چې اوس اساسي خبره دا ده چې امریکا باید په رښتیني توګه د افغان سولې لپاره کار وکړي. د ورځپاڼې په وینا، افغان چارواکو ته هم په کار ده چې په پوره تدبیر د سولې روان بهیر مدیریت کړي، د شخصي ګټو پرځای دې ملي او د ولس ګټو ته لومړیتوب ورکړي.

  • هېواد

هېواد دولتي ورځپاڼې د را روانې پنجشنبې په ورځ د مسکو جوړېدونکي غونډې ته په اشارې لیکلي چې د مسکو غونډې اجنډا له طالبانو سره په ګډه جوړه شوې او روسيه به په ښکاره توګه د طالبانو په پلوۍ خپل دريځ ښکاره کړي.

د لیکوال په وینا، په اصل کې روسان غواړي چې له افغانستانه د امريکايانو د ايستلو لپاره سناريو پلي کړي، هغه سناريو چې له پاکستان او طالبانو سره يې په ګډه جوړه کړې ده، خو که د طالب په مرسته دلته حکومت هم جوړ او سوله راشي، نو روسيه به بيا هم يوه بله ډله جوړه کړي چې دلته پرې د واکمنو طالبانو پرضد جګړه توده وساتي او په ټول وس به د افغانستان د شمالي ولايتونو امنيت او ثبات وګواښي.

ورځپاڼې ټینګار کړی، افغان حکومت او امريکا بايد د مسکو په غونډه کې د حضور په وخت هر څه په سمه توګه و ارزوي، که امريکا بې مسووليته له افغانستانه ووته، نو په دې ستراتيژيکه سيمه کې به بدې پايلې ولري.