پر کانګرس یرغل؛ محکمې ۲ تنه پر یوه پولیس په برید تورن کړي

د امریکا پر کانګرس برید

د واشنګټن ډي سي یوې محکمې د امریکا د کانګرس پر ودانۍ د جنوري په شپږمه د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پلویانو د یرغل په قضیه کې دوه کسان پر یوه پولیس افسر په برید تورن کړي دي.

د امریکا د عدلیې وزارت وايي، د پنسلوانیا اوسېدونکی ۳۲ کلن جولیان خاطر او د لویدیځې ویرجینیا اوسېدونکی ۳۹ کلن جورج تانیوس محکمې ته د یوه شکایت پر اساس نیول شوي دي.

خاطر او تانیوس پر کانګرس د یرغل په پېښه کې حاضر وو او ویډیو یې په داسې حال کې اخېستل شوې ده چې د پولیس افسر براین سیک نېک پرمخ د حیواناتو پر ضد د ځانګړي سپرې په شیندلو کې له یو بل سره همکاري کوي.

په تصاویرو کې ښکاري چې نوموړی پولیس چې وروسته بیا مړ شو او دوه نور پولیس افسران د خاطر او تانیو د دې کار مخه نیسي، له هغه ځایه لېرې کېږي او د یاد پولیس افسر د سترګو د مینځلو لپاره د اوبو د موندلو هڅه کوي.

د امریکا د کانګرس پر ودانۍ د ټرمپ د پلویانو د برید قضیه کې له ۳۰۰ زیات کسان نیول شوي دي.