سوله؛ عبدالله د افغان دولت په استازیتوب د مسکو غونډه کې ګډون کوي

د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله

د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله، د افغانستان د دولت په استازیتوب د مسکو په غونډه کې ګډون کوي.

دغه غونډه را روانه پنجشنبه په مسکو کې جوړېږي چې طالبانو هم په کې د خپل ۱۰ کسیز هیئت د ګډون کولو ډاډ ورکړی دی.

د ملي مصالحې عالي شورا د سلاکارانو د بورډ غړي سید ظاهر مطهري، د مسکو په غونډه کې د ښاغلي عبدالله ګډون مهم وباله او له طالبانو یې وغوښتل: "هیله من یو د طالبانو ډله له دغه راغلي فرصت څخه د افغانانو د ګټو لپاره کار واخلي او پام ورته وکړي."

بل خوا په پام کې ده د ترکیې په استانبول کې هم را روانه میلادي میاشت د افغانانو ترمنځ یوه غونډه وشي، خو لا هم د افغان دولت او طالبانو د ګډون په باب څه نه دي ویل شوي.