روغتیا وزارت: ۴۲زره دولتي کارکوونکو ته د کرونا ضد واکسین لګول شوی

د جلال اباد په یوه روغتون کې یوه یوه روغتیال پال ته د کرونا ضد واکسین لګول کیږي، مارچ ۹مه ۲۰۲۱

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت یوه مسووله وايي، په ټول هېواد کې د کرونا ضد واکسین نږدې ۴۲زره دولتي کار کوونکو ته لګول شوی دی.

په کابل کې د اندراګاندي روغتون رئیسې حلیمې بلوچزاده وویل چې دا مهال دغه واکسین، روغتیایي کار کوونکو، ښوونکو، دولتي او د رسنیو کار کوونکو ته لګول کېږي:"څومره ډېر ځوانان مو له لاسه ورکړل. اوس دوی ته واکسین لګوو چې له کووېډـ۱۹ ناروغۍ وژغول شي. هیله مې دا ده چې دوی د واکسین په لګولو کې ناغېړي ونه کړي، بلکې ژر تر ژره راشي او خپل واکسین ولګوي."

افغانستان د اسټرازِنِکا واکسین لومړۍ بسته چې پنځه لکه ډوزه په کې وو، له هندوستانه ترلاسه کړه.

د کب/ حوت پر ۱۸مه هم د اروپايي ټولنې په مالي مرسته افغانستان ته د کرونا ضد څه باندې څلور لکه شپېته سوه زره، ډوزه واکسین ورسېد.

د رسمي شمېرو له مخې تر اوسه افغانستان کې تر ۵۶ زرو ډېر کسان په کرونا ویروس اخته شوي او له دې جملې ۲۴۵۹ کسان مړه شوي، خو ګومان کېږي چې واقعي شمېر به خورا زیات وي.