د کمال­ خان بند د جوړونې چارې بشپړې شوي د 'وري په ۲مه' پرانېستل کېږي

د کمال خان بند

د افغانستان دولت وايي، په نیمروز ولایت کې به کمال­ خان بند چې د جوړونې چارې یې بشپړې شوي، را روانه دوشنبه (د وري/حمل پر دویمه) په ځانګړو مراسمو کې پرانېستل شي.

د اوبو د تنظیم ملي ادارې ویاند، نظام الدین خپلواک پرون دوشنبه(د کب ۲۵مه) ازادي راډیو ته وویل: "د جوړولو چارې یې بشپړې شوي او راتلونکی میاشت ګټې­ اخېستنې ته سپارل کېږي. تر ۲۰۰ میلیونه امریکايي ډالرو زیات لګښت ورباندې راغلی چې د ۵۲ میلیونه متر مکعب اوبو د ذخېره کولو وړتیا لري او د دې تر څنګ به ۱۷۴ زره هکټاره کرنیزه ځمکه خړوبوي."

کمال خان بند چې په چهاربرجک ولسوالۍ کې د هلمند پر سیند جوړ شوی، د ۹ مېګا واټه برېښنا د تولید ظرفیت هم لري.