ناوالنۍ:د روسیې پوکروف 'بدنامه توقیف ځای' ته لېږدول شوی یم

د روسیې د اپوزیسیون سیاستوال الکسي ناوالنۍ په انسټاګرام کې خپل له یوه عکس سره لیکلي چې د IK-2 په نوم زندان ته درې ورځې مخکې له لېږدولو وروسته بهتره دی.

د روسیې د اپوزیسیون سیاستوال الکسي ناوالنۍ تایید کړه چې په پوکروف ښار کې یوه بدنامه توقیف­ځای ته لېږدول شوی دی.

ده دغه مرکز له یوه دوستانه اجباري کمپ سره تشېبه کړ.

ښاغلي ناوالنۍ پرون دوشنبه (د کب ۲۵مه) په انسټاګرام کې خپل له یوه عکس سره لیکلي چې د IK-2 په نوم زندان ته درې ورځې مخکې له لېږدولو وروسته بهتره دی.

ناوالنۍ د مارچ میاشتې پر درېیمه نېټه په کولچو-ګینو ښارګوټي کې درېیم نمبر توقیف­ځای ته ولېږدول شو.

اټکل دا و چې دی په تدریجي ډول په پوکروف کې یوه تبعیدځای ته ولېږدول شي.

دغه تبعیدځای د روسیې فډراسیون په اروپايي برخه کې یو له هغو مرکزونو دی چې شرایط په کې ډېر سخت دي.

الکسي ناوالني په جنورۍ میاشت کې له جرمني له راستنېدو سره سم د مسکو په یوه هوايي ډګر کې ونیول شو.

دی چې په درې نیم کاله بند محکوم شوی و، د بند موده یې دوه نیمو کلونو ته راکمه شوې ده.