لطیفه مجیدي او نیلوفر عزیز هوتک څوک دي؟

مخکښې ښځې

د ازادي راډيو په اوونیز پروګرام 'مخکښې ښځې' کې چې ملالۍ بشير یې پر مخ وړي د نن ورځې لومړۍ مېلمنه لطیفه مجیدي ده.

دا د کلیوال اقتصاد د پیاوړتیا پروګرام رئیسه ده چې د کلیوالو ښځو لپاره په کور دننه او بهر د عایداتو موندلو لپاره وړې پروژې عملي کوي.

دغه پروګرام د کلیو پراختیا وزارت په چوکاټ کې کار کوي.

د خپرونې دوهمه مېلمنه نیلوفر عزیز هوتک په پښتو ادبیاتو کې ماستري لري.

دا د ولایتي شورا په دوو دورو کې د ننګرهار د خلکو استازې پاته شوې. اغلې هوتک همداراز د عالي لېسو ښوونکې او خبري ویانده هم پاتې شوې ده.

د دغې خپرونې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:

Your browser doesn’t support HTML5

مخکښې ښځې