سږکال په افغانستان کې نږدې ۲،۱۰۰ مټریک ټنه شات تولید شوي

ارشیف، کندهار کې د مچیو فارم

د کرنې او مالدارۍ وزارت وایي سږکال په افغانستان کې نږدې ۲،۱۰۰ مټریک ټنه شات تولید شوي دي.

د کرنې او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمي نن ازادي راډیو ته وویل چې د رسمي شمېرو له مخې، له څو کلونو راهیسې په تخار، بدخشان، بلخ، بامیان، هرات، ننګرهار او ځینو نورو ولایتونو کې د شاتو تولید له ۳۰ تر ۷۰ سلنې پورې لوړ شوی.

په وروستیو کلونو کې په یو شمېر نورو هېوادونو لکه عربي متحده اماراتو، او هند کې جوړو شویو نندارتونونو کې په لومړي ځل د افغانستان شات نندارې ته وړاندې شوي چې تود هرکلی یې شوی.

د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت وايي د مچیو صنعت وده او د افغانستان شاتو ته بازار موندنه د دغه وزارت له لومړیتوبونو دي.

په وروستیو کلونو کې د افغانستان په ډېرو ولایتونو کې د مچیو روزل دود شوي او اوس‌مهال په شنو غونډیو او دښتو کې د مچیو صندوقونه ډېر لیدل کېږي.