اماراتو کې افغان سفیر: قطر کې د سولې درېدلې خبرې باید بل ځای ولېږدول شي

قطر کې د سولې بین‌الافغاني خبرو پرانیست غونډه

په متحده عربي اماراتو کې د افغانستان سفیر جاوېد احمد وایي، په قطر کې د افغان سولې خبرې په ټپه درېدلي او باید بل ځای ته ولېږدول شي.

ښاغلي احمد له روېټرز خبري اژانس سره په مرکه کې ویلي چې د دې خبرو کوربه، قطر هم په افغانستان کې د تاوتریخوالي د کمولو لپاره پر طالبانو کافي فشار نه‌دی راوستی.

د قطر په پلازمېنه دوحه کې د تېر کال په وروستیو کې د افغانستان د دولت او د طالبانو د مرکچي پلاوو ترمنځ خبرې پیل شوې چې تر اوسه دواړه لوري نه‌دي توانېدلي چې په اجنډا یې سلا وکړي.

ښاغلی احمد وایي، د سولې خبرې باید په یوه ثابت ځای کې ترسره نه‌شي، بلکې باید په اروپا، اسیا، منځني ختیځ او ان په افغانستان کې دننه په دوره‌یي ډول ترسره شي.

نوموړي طالبان تورن کړي چې له ۲۰۱۳ کال راهیسې چې په دوحه کې یې دفتر پرانیستل شوی، دوی هلته ځان ډېر هوسا احساسوي.

د نوموړي په وینا د قطر چارواکو هم هغسې چې لازمه وه په دې برخه کې خپل رول جدي نه‌دی لوبولی او زیاته‌یې کړه، دوی باید طالبان دې ته اړ کړي وی چې اوربند وکړي یا تاوتریخوالی کم کړي.

طالبانو په متحده عربي اماراتو کې چې یو ځل یې د ۲۰۱۸ کال په ډسمبر کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د خبرو کوربه‌توب کړی، د افغانستان د سفیر د دغو څرګندونو په اړه تر اوسه غبرګون نه‌دی ښکاره کړی، خو له دې مخکې یې ویلي چې دوی د سولې خبرو ته ژمن دي.

ښاغلی احمد له دوحې بل ځای ته د بین‌الافغاني خبرو د لېږدولو خبره داسې مهال کوي چې ټاکل شوې، ترکیه د اپرېل په میاشت کې د ډا ډول یوې غونډې چې امریکا وړاندیز کړې او مشري به‌یې ملګري ملتونه کوي، کوربه‌توب وکړي.