ایرلنډ د کرونا ویروس ضد استرازینیکا واکسین لګول وځنډول

د کرونا ویروس ضد استرازینیکا واکسین

د ایرلنډ روغتیايي چارواکو پرون یکشنبه سپارښتنه وکړه چې د استرازینیکا واکسین لګول دې د لنډې مودې لپاره وځنډول شي.

دا اقدام وروسته تر دې وشو چې د کرونا ضد دغه واکسین په اړه راپورونه خپاره شول چې په ناروې کې تر لګولو وروسته په ځینو کسانو کې د وینې د غوټه کېدو سبب شوی دی.

د ایرلنډ د روغتیايي ادارې مرستیال ډاکټر رونان ګلېن پرون وویل، دا سپارښتنه وروسته له هغې وشوه چې د ناروې د درملو د تنظیم ادارې راپور ورکړ چې استرازینیکا واکسین په ناروې کې تر لګولو وروسته په بالغو کسانو کې د وینې د غوټه کېدو سبب شوی دی.

تېره اوونۍ د ډنمارک، ناروې او بلغاریا په ګډون ګڼو هېوادونو د دغه واکسین لګول وځنډول.

خو د روغتیا نړیوال سازمان ویلي، د دغه واکسین او د وینې د غوټه کېدو ترمنځ‌یې کوم ارتباط نه‌دی موندلی.