د شمال زون کوچیان: څړ ځایونه مو زورواکو او ناقانونه وسله والو غصب کړي

آرشیف، د افغانستان کوچینان

په شمال زون کې کوچیان وايي چې د څارویو زرګونه هکتاره څړځایونه یې د سیمه ییزو ناقانونه وسله والو له خوا غصب شوي دي.

د شمال زون د کوچیانو لوی ریاست وايي چې یوازې بلخ، سمنګان او سرپل کې د کوچیانو د څارویو ۸۰ زره هکتاره څړځای د زورواکو له خوا لاندې شوی دی.

د دغې ادارې مشر فاروق عبیدي ازادي راډیو ته وویل چې د څارویو د څړځای د غصب ترڅنګ کوچیان خپلو څارویو ته د وښو له کموالي سره هم مخ شوي. هغه زیاته کړه: "د کوچیانو اساسي ستونزه څارویو ته د مالڅر نشتون دی. د کوچیانو د څارویو څار ځای هغه دولتي ځمکې دي چې اوس مهال قوماندانانو او وسله والو غصب کړي او په کې کښت کوي."

آرشیف

ښاغلي عبیدي وايي چې کوچیان اکثراً د ځایي خلکو په شان یوه سیمه کې مېشت نه وي او تل د فصل په بدلون سره خپل موقعیت هم بدلوي.

د هغه په خبره ۱۴۰۰ هجري کال کې په اکثرو شمالي ولایتونو کې د وچکالۍ وړاندوینه شوې او په همدې علت کوچیان خپلو څارویو ته د وښو له کموالي سره مخ شوي.

په شمال زون کې کوچیان وايي چې د هغوی د څارویو څړځایونه هغه دولتي ځمکې دي چې په باران خړوبېږي او په ۱۲۹۰ هجري لسیزه کې د وخت پاچاه ظاهر شاه د کوچیانو د څارویو څرولو ته ځانګړې کړې وې.

په همدې حال کې د شمال زون د اراضي او ښار جوړونې ادارې مشر، شېر شاه هوتک وايي چې دوی د کوچیانو د څارویو د څړ ځایونو د غاصبینو د پېژندلو په لټه کې دي.

آرشیف

هغه وویل چې له غاصبینو د دغو دولتي ځمکو د بېرته نیولو لړۍ هم بلخ کې پیل شوې ده.

هوتک زیاته کړه: "موږ یوازې بلخ کې د زورواکو له منګولو کابو ۶۰ زره جریبه ځمکه ازاده کړې چې نږدې ۲۰ زره جریبه یې د څارویو څړځای دی."

ښاغلی هوتک وايي په پام کې ده د ۱۴۰۰ هجري کال تر نیمايي به په سرپل او سمنګان کې کابو ۳۰ جریبه ځمکه چې د کوچیانو مالڅر ته ده د غاصبینو له لاس خلاصه شي.

دی وايي چې د کوچیانو د څارویو څړځای اکثراً د بلخ په خلم او چمتال ولسوالیو، د سرپل په مرکز او د سمنګان په حضرت سلطان او روی دو اب ولسوالیو کې د زورواکو له خوا نیولي شوي دي.

ښاغلي هوتک زیاته کړه چې د ښار جوړونې ادارې ډېر تمرکز پر دې دی چې دولتي ځمکه د غاصبانو له منګولو ازاده شي.

دا په داسې حال کې ده چې د کوچیانو سربېره د بلخ، سمنګان او سرپل ځایي خلک هم شکایت لري چې سیمه ییزو زورواکو او ناقانونه وسله والو یې د استوګنې کورونه، ښارګوتي او زراعتي ځمکې غصب کړي او لا یې برخلیک نه دی روښانه.