برما کې د کودتا ضد ۲ مظاهره چیان وژل شوي

برما کې مظاهرې

په برما یا میانمار کې د امنیتي ځواکونو له لوري د کودتا ضد مظاهرو د ځپلو په دوام یانګون کې لږ تر لږه ۲ تنه وژل شوي دي.

سیمه ییزو رسنیو نن یکشنبه (د کب ۲۴مه) وویل چې دواړه کسان د پولیسو له لوري ویشتل شوي دي.

د ښار په تجارتي مرکز کې د کودتا مخالفانو د اعتراض په دود پرلت وهلی او په داوي ساحلي ښار کې هم مظاهرې شوي دي.

ملګرو ملتونو ویلي چې د فبرورۍ د لومړۍ نېټې له کودتا وروسته امنیتي ځواکونو په دغه هېواد کې لږ تر لږه ۷۰ تنه وژلي دي.