د جګړې د بڼې پر بدلېدو اندېښنې؛ اندرابي: طالبانو سږ هېڅ سیمه نه ده نیولې

ارشیف، د ارزګان طالبان

په افغانستان کې د جګړې د بڼې بدلېدو په اړه اندېښنې په زیاتېدو دي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزیر مسعود انداربي تېره ورځ اسوشیټېډ پرېس خبري اژانس سره په مرکه هغه اندېښنو ته په ځواب کې چې د جګړې بڼه بدله شوې ویلي، طالبانو په سږ ۱۳۹۹ هجري کال د افغانستان هېڅ یوه سیمه تر ولکې لاندې نه ده راوستې.

هغه وايي، دې کار ته به په راتلونکې کې هم اجازه ورنه کړي: "موږ فکر کوو چې افغان ځواکونو سږکال دا ثابته کړه چې طالبان ترې سيمې نه شي نیولای، موږ به د هغوی پر وړاندې چې له قانونه سرغړونه کوي ورځو او دا زموږ دنده او مسوليت دی او هغوی چې د سيمه ييزې حکومتوالۍ پر وړاندې خنډ دي، زموږ ټول تمرکز به دا وي او دی چې دغه وضعيت نور ختم شي."

د افغانستان د کورنیو چارو وزیر مسعود انداربي

خو ښاغلي انداربي ویلي، د بهرنیو ځواکونو وتل له افغانستانه هغه هم په بیړني حالت کې ناسمې پایلې درلودای شي.

له دې سره هم مهاله په افغانستان کې د جګړې د بڼې بدلېدو په اړه اندېښنې ورځ تر بلې په زیاتیدو دي.

د پسرلي په راتګ سره اوس اندېښنې دا دي چې وسله والو مخالفینو په افغانستان کې د جګړې بڼې ته بدلون ورکړی.

په تېره یوه اوونۍ کې په کابل او نورو لویو ښارونو کې د مقناطيسي ماینونو چاودنې کمې، خو موټر بم بریدونه او درنې چاودنې ترسره شوي چې په هرات او میدان وردګو ولايت کې چاودنې یې دوه بېلګې دي.

Your browser doesn’t support HTML5

هرات ښار کې موټر بم چاودنې ۸ تنه ووژل او ۵۴ نور یې ټپیان کړل

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت هم مني چې طالبانو د جګړې بڼه بدله کړې ده.

د چارو شنونکي داوود مایار بیا وايي، رامنځته شوي حالت کې د جګړې ښکېلې خواوې د امتیاز اخېستنې په لټه کې دي: "که د افغانستان قضیه کې دوه لوبغاړي په نظر کې ونیسو چې یو افغان حکومت او بل طالبان دي، دواړه خواوې هڅه کوي د سولې په خبرو کې امتیاز واخلي، طالبان پرته له نظامي فشار بل څه نه لري نو همدغه ده چې حالت یې داسې رامنځته کړی."

د چارو شنونکي داوود مایار

د ښاغلي مایار په خبره، که د جګړې بڼه بدلېږي یا نه، خو د ملکي کسانو وژنه باید ودرول شي.

خو طالبان بيا دا ادعاوې ردوي او وايي چې د ملکي کسانو وژنه او په نښه کول د دوی کار نه دی.

د دې ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد ازادي راډيو ته وویل، د جګړې د بڼې بدلېدل په دوحې کې له خبرو سره تړاو لري.

هغه وايي، که په دوحه کې د سولې خبرې له بنبست سره مخ کېږي طالبانو ته پوځي لاره شته، خو په خبره يې لومړیتوب خبرې دي.

دا په داسې حال کې ده چې دوه ورځې وړاندې د هرات ښار ۱۴مه امنيتي حوزې ته څېرمه موټر بم چاودنه کې ۸ کسه ووژل شول او شااوخوا ۵۸ نور ټپیان شول چې په قربانیانو کې ماشومان او ښځې هم شاملې وې.

خو طالبانو په دې برید کې خپل لاس لرل رد کړي.